په فرانس كښې د غېر قانوني كډوالو د كشتۍ په پېښه كښې د مړو كسانو شمېره 31 ته ورسېده

پېرس 25 نومبر(اے پي پي) په فرانس كښې د غېر قانوني كډوالو د كشتۍ په رامېنځ ته شوې پېښه كښې د مړو كسانو شمېره 31 ته رسېدلې. د چينائي خبر رسنې ادارې له مخې د فرانس د كورنيو چارو وزير جېرالډدرمانين وئيلي دي چې دا پېښه تېره ورځ د ځائي وخت له مخې د ماسپښين په دوه بجې رامېنځ ته شوې كله چې په يوه كشتۍ كښې غېر قانوني كډوالو برتانيې ته د تللو هڅه كوله. د كډوالو كشتۍ په سمندر كښې چپه شوه او پكښې كډوال ډوبېدو سره مړه شول.