واشنګټن 24 نومبر(اے پي پي) د امريكې صدر جوبائيډن د دسمبر په 9مه نېټه د جمهوريت په اړه په دوه ورځنې ورچوئل غونډه كښې د پاكستان، هند او عراق پشمول 110 هېوادونو ته د ګډون كولو بلنه وركړې. د فرانس خبري اژانس له مخې د امريكې د خارجه وزارت په وېب پاڼه د هغو هېوادونو لسټ جاري كړے شوے دے كومو ته چې په دې ورچوئل غونډه كښې د ګډون …
د امريكې صدر د دسمبر په 9مه نېټه د جمهوريت په اړه په ورچوئل غونډه كښې د پاكستان، هند او عراق پشمول 110 هېوادونو ته د ګډون كولو بلنه وركړه
واشنګټن 24 نومبر(اے پي پي) د امريكې صدر جوبائيډن د دسمبر په 9مه نېټه د جمهوريت په اړه په دوه ورځنې ورچوئل غونډه كښې د پاكستان، هند او عراق پشمول 110 هېوادونو ته د ګډون كولو بلنه وركړې. د فرانس خبري اژانس له مخې د امريكې د خارجه وزارت په وېب پاڼه د هغو هېوادونو لسټ جاري كړے شوے دے كومو ته چې په دې ورچوئل غونډه كښې د ګډون كولو بلنه وركړې شوې ده. په دې هېوادونو كښې اسرائيل، عراق، برازيل او تائيوان هم شامل دي. په كانفرنس كښې چين په متوقع توګه نه دې رابلل شوے او نه د امريكې روايتي عرب اتحادي هېوادونو مصر، سعودي، اردن، قطر او متحده عرب اماراتو ته بلنه وركړې شوې. افريقائي هېوادونه كانګو، كېنيا، سوئيلي افريقا، نائجېريا او نائجر هم كانفرنس ته رابلل شوي دي











