په سربيا كښې د راكټ په پلانټ كښې په چاودنه كښې دوه كسان مړه او 16 ژوبل شوي دي

بلغراد 24 نومبر(اے پي پي) په سربيا كښې د راكټ په پلانټ كښې په چاودنه كښې دوه كسان مړه او 16 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې دا پېښه د سربيا د پايه تخت بلغراد په سوئيلي سيمه كښې په يوه نجي كارخانه كښې په ګودام كښې رامېنځ ته شوې. د سربيا چارواكو له مخې د چاودنې په مهال د پېښې په ځائ كښې تقريباً 40 كسان موجود وو. د چارواكو له مخې د پېښې په ځائ كښې د مرستې چارې روانې دي او ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي.