ابوجا 24 نومبر(اے پي پي) په نائجېريا كښې امنيتي ځواكونو د پنځو زده كوونكو پشمول 24 تښتول شوي كسان راخوشي كړي دي. د چينائي مېډيا له مخې د نائجېريا د پوليسو مشر ايوباالكانه وئيلي دي چې د هېواد په شمالي لوېديځ زمفارا ايالت كښې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې 24 تښتول شوي كسان راخوشي كړې شوي دي. تښتول شويو زده كوونكو 2 مياشتې په قيد كښې تېرې كړې دي، دوي د ستمبر په مياشت كښې تښتول شوي وو