واشنګټن 24 نومبر(اے پي پي) امريكا به په افغانستان كښې د انساني بحران، ترهګرۍ او د نورو ستونزو حل لپاره طالبانو سره راتلونكې مياشت په قطر كښې بېرته مذاكرات پېل كوي. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د امريكې د خارجه وزارت وياند نيډ پرائس تېر ورځ په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې په مذاكراتو كښې به د امريكائي پلاوي مشري افغانستان لپاره د امريكې ځانګړې استازې ټام وېسټ كوي، مذاكرات به دوه اونې دوام ولري. ده ووئيل چې امريكا به طالبان سره خبرې روانې ساتي او في الحال به يوازې انساني مرسته كولې شي. د يادونې وړ ده چې د امريكې او طالبانو ترمېنځه د دوه ورځنو مذاكراتو وړومبې پړاٶ د اكتوبر په 9مه نېټه د قطر په پلازمينه دوحه كښې ترسره شوے و