
کابل 23 نومبر (اے پي پي) د طالبانو حکومتي وياند وئيلي دي چې افغانستان په دوه اوونيو كښې 698 ټنه وچه مېوه برآمد كړې ده۔ د طالبانو حكومتي وياند انعام اللہ سمنګاني خپل ټويټ كښې وئيلي چې د صنعت او تجارت وزارت لخوا د جاري شمېرو له مخې افغان سوداګرو اروپائي ائتلاف، آسټراليا، امريکا او د اسياء ځينې هېوادونو ته 698 ټنه وچه مېووه برآمد كړې ده چې پكښې 585 ټنه اوسكې (مېوه) هم شاملې دي٬ د يادونې وړ ده چې دا بيان په داسې وخت كښې رامخې ته شوې كله چې د اګست په نيمائي كښې د طالبان قبضې نه پس د هېواد مجموعي درآمدات او برآمداتو كښې كمې رامخې ته شوې ؤ۔