
کابل 23 نومبر (اے پي پي)د افغانستان په ختيز ننګرهار ولايت كښې د داعش نزدې 100 عسكريت خوښو وسله كېښودله۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې يو ځائي اهلكار تصديق كړې چې د افغانستان په ذكر شوې ولايت كښې د داعش نزدې 100 عسكريت خوښي د وسلې نه لاس په سر شوي۔ د ننګرهار د جي ډي آئي آفس ډائرېکټر محمد بشير ميډيا ته ووئيل د نهې په ورځ سهار په صوبائي سرښار جلال آباد كښې د داعش يا د آئي اېس نزدې 100 عسکريت خوښو د ننګرهار د انټېلي جنس جنرل ډائريکټورېټ (جي ډي آئي) اهلكارو په وړاندې وسلې كېښودله٬ دغه عسكريت خوښو په مومند درہ، چپر هار، کوټ او خوګياني اولسواليو كښې هڅې كولې۔ انټېلي جنس اهلكارو وئيلي دي چې د عسكريت خوښو د وسلې غورځولو سره به په په غره ايزه صوبه كښې امن او استحكام لا قوي شي