په سري لنكا كښې د كشتې چپه كېدو په پېښه كښې 6 كسان مړه او 11 ژوبل شوي

كولمبو 23 نومبر (اے پي پي) په سري لنكا كښې د كشتې چپه كېدو په پېښه كښې 6 كسان مړه او 11 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د سري لنكا پوليسو وئيلي دي چې دا پېښه په ختيځه سري لنكا كښې رامېنځ ته شوې. په پېښه كښې د سكول 4 ماشومانو پشمول 6 كسان مړه او 11 ژوبل شوي دي. ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته رسول شوي دي. د پوليسو له مخې كشتې د زيات وزن په وجه چپه شوې