ملګري ملتونه ۔22نومبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د پرمختيائي پروګرام ادارې (یو اېن ډی پی) خبردارې وركړې دې چې د افغان اولس د قرضو ادا كولو اهليت نه لرلو ٬ د كم ډيپازټس او نغد رقم رسنه كښې د كمي د لاسه د افغانستان مالياتي نظام په يو څو مياشتو كښې تباهۍ سره مخ كېدې شي او د دې قيمت زيات ادا كېدې پغاړه كېدې شي له دې كبله …
افغان بېنكونو سره مرستې لپاره به فوري ګامونه پورته كول وي٬ په طالبانو لارښودو يو اړخيزه او نړيوال بندېزونه د مالياتي او بېنكنګ نظام تباھۍ څخه بچ كولو كښې خنډ دې٬ د يو اېن ډي پي رپورټ
ملګري ملتونه ۔22نومبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د پرمختيائي پروګرام ادارې (یو اېن ډی پی) خبردارې وركړې دې چې د افغان اولس د قرضو ادا كولو اهليت نه لرلو ٬ د كم ډيپازټس او نغد رقم رسنه كښې د كمي د لاسه د افغانستان مالياتي نظام په يو څو مياشتو كښې تباهۍ سره مخ كېدې شي او د دې قيمت زيات ادا كېدې پغاړه كېدې شي له دې كبله افغان بېنكونو سره مرسته كولو له بايد فوري ګامونه پورته كړې شي۔ د برطانوي خبر رسنې ادارې لمخې یو اېن ډی پی د ګل په ورځ د افغانستان د بېنكنګ او مالياتي نظام په اړه خپل رپورټ كښې ووئيل د افغانستان د بېنکنګ نظام تباهۍ به منفي بلكې خطرناك معاشي سماجي اثرلات رامخې ته شي او د موجوده رجحاناتو او په رقم ويستلو د لګولې شويو بندېزونو لمخې به د روان كال تر پايې د افغانستان د ډیپازټ بېس نزدې 40 فيصده ختم شي۔ په افغانستان كښی د يو اېن ډي پي مشر عبد الله درداري ووئيل چې د افغانستان بېنكونو سره مرستې لپاره به فوري ګامونه پورته كول وي٬ په طالبانو لارښودو يو اړخيزه او نړيوال بندېزونه د مالياتي او بېنكنګ نظام تباھۍ څخه د بچ كولو لاره لټولو كښې ركاوټ دي۔ هغه ووئيل مونږ له به دا خبره باوري كول وي چې كه مونږ د بېنكنګ د څانګې مرسته كوؤ نو دا دې د طالبانو مرسته نه وي۔ هغه ووئيل مونږ له به د دې تباه كن صورتحال نه بچ كېدو له د ټولو ممكنه ګامونو پورته كولو په آپشنز غور كول وي۔ یو اېن ډی پی ووئيل چې بېنكونو نوې كرېډټ بند كړې دې او غېر فعاله قرضې د كال 2020 پايې څخه په ستمبر كښې نزدې يو په دوه كېدو سره 57 فيصده شوي دي۔ عبداللہ درداری ووئيل كه د غېر فعاله قرضو دا شرح دغسې روانه پاتې شوه نو په 6 مياشتې كښې د بېنك بندېدو اندېښنه ده












