په فرانس كښې د كورونا وائرس په پنځمه چپه كښې په تندې سره اضافه روانه ده

پېرس 22 نومبر (اے پي پي) په فرانس كښې د كورونا وائرس په پنځمه چپه كښې په تندې سره اضافه روانه ده. د تېرې يوې اونې په مهال ورځنۍ شمېره د 17 زره مثبت ټېسټونو نه زياته ده. د دې نه په وړاندې اونې كښې دا شمېره 9 زره وه په كومه كښې چې 81 فيصد اضافه شوې ده. د فرانسوي مېډيا له مخې د حكومت وياند وئيلي دي چې په پنځمه چپه كښې په تندې سره اضافه روانه ده. وياند وئيلي دي چې حكومت به د واكسين نه لګوونكو په ضد سخت بندېزونه روان ساتي