په لېبيا كښې 302 غېر قانوني كډوال په سمندر كښې د ډوبېدو څخه بچ كړې شوي

طرابلس 20 نومبر (اے پي پي) په لېبيا كښې 302 غېر قانوني كډوال په سمندر كښې د ډوبېدو څخه بچ كړې شوي دي او بېرته لېبيا ته لېږل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې په يو ټويټ كښې وئيلي دي چې تېره شپه په درې بېلا بېلو ځايونو كښې 302 كډوالو د ډوبېدو څخه بچ كړې شوي دي چې پكښې 50 مېرمنې او …

طرابلس 20 نومبر (اے پي پي) په لېبيا كښې 302 غېر قانوني كډوال په سمندر كښې د ډوبېدو څخه بچ كړې شوي دي او بېرته لېبيا ته لېږل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې په يو ټويټ كښې وئيلي دي چې تېره شپه په درې بېلا بېلو ځايونو كښې 302 كډوالو د ډوبېدو څخه بچ كړې شوي دي چې پكښې 50 مېرمنې او 22 ماشومان هم شامل دي. د كډوالو ادارې له مخې د دې كسانو كشتۍ د سمندر په چپو كښې ګېرې شوې وې. د بچ شويو كسانو طبي مرسته روانه ده.

مزید خبریں