د معاشي ستونزې زياتوالي سره په افغانستان كښې د انتها خوښې خطرې زياتېدو اندېښنه ده٬ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه ۔18نومبر(اے پی پی) افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي ډېبورا لیونز خبردارې وركړې دې چې د معاشي ستونزې زياتوالي سره په افغانستان كښې د انتها خوښۍ خطرې زياتېدو اندېښنه ده۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې له مخې هغه تېره ورځ د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې ووئيل د ځائي معيشت تباه كېدو سره سره نه يوازې د نشائي توكو ٬ وسلو او بشري قاچاق كښې د زياتوالي …

ملګري ملتونه ۔18نومبر(اے پی پی) افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي ډېبورا لیونز خبردارې وركړې دې چې د معاشي ستونزې زياتوالي سره په افغانستان كښې د انتها خوښۍ خطرې زياتېدو اندېښنه ده۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې له مخې هغه تېره ورځ د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې ووئيل د ځائي معيشت تباه كېدو سره سره نه يوازې د نشائي توكو ٬ وسلو او بشري قاچاق كښې د زياتوالي امكان دې بلكې د روانې وضعې له امله د انتها خوښۍ خطرې سوا كېدو هم اندېښنه ده او دا صورتحال اول افغانستان او بيا منطقه ځپلې شي۔ هغه ووئيل طالبان په افغانستان كښې د داعش د خپرېدو مخنيوي كښې ناكامه پاتې شوي دي۔ هغه دا خبردارې تېره ورځ د افغانستان د خارجه وزير امير خان متقي لخوا امريكائي كانګريس ته د هغې ليكلي شوي خط نه وروسته وركړو په كوم كښې چې افغان خارجه وزير امريكا څخه د افغانستان د اثاثو بحالولو غوښتنه كړې۔ هغه ووئيل افغانستان چې دا مهال كوم لوئي چېلنج سره مخ دې هغه مالي عدم تحفظ دے او د دې بنيادي سبب د امريكائي حكومت د افغان اولس د اثاثو منجمد كول دي۔

مزید خبریں