کابل 17 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو فوډ اېنډ اېګري كلچر آرګنائزېشن (اېف اے او) افغانستان كښې د وچ كالۍ څخه د ځپلې افغان كروندګرو مرستې لپاره د غنمو تصديق شوې تخم وركول پېل كړې دې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې په افغانستان كښې اېف اے او خپل ټويټ كښې وئيلي دي چې د ادارې لخوا ټول افغانستان كښې د غنمو د تصديق شوې تخم وركول …
د ملګرو ملتونو فوډ اېنډ اېګري كلچر آرګنائزېشن افغان كروندګرو ته د غنمو تصديق شوې تخم وركوي
کابل 17 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو فوډ اېنډ اېګري كلچر آرګنائزېشن (اېف اے او) افغانستان كښې د وچ كالۍ څخه د ځپلې افغان كروندګرو مرستې لپاره د غنمو تصديق شوې تخم وركول پېل كړې دې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې په افغانستان كښې اېف اے او خپل ټويټ كښې وئيلي دي چې د ادارې لخوا ټول افغانستان كښې د غنمو د تصديق شوې تخم وركول جاري دي او د دې نه تر اوسه څلور لكه لس زره نه زيات كسان نيغ په نيټه مستفيد شوې دي۔ ادارې خپل ټويټ كښې زياته كړه چې اېجنسي د دې خبرې د باوري كولو عزم لري چې بې وسه افغان كروندګرو ته تصديق شوې تخم وركړې شي۔ ټويټ كښې وئيلي شوې دي چې په افغانستان كښې د يو لك 70 زره نه د زياتو بې وسه كورنيو مرستې لپاره 8 زره 542 مېټرك ټن د غنمو تصديق شوې تخم اخستې كېږي












