برلن 16 نومبر (اے پي پي) الماني چانسلره انجيلا مركل او د فرانس صدر اېمانوئيل مېكرون د پولېنډ او بېلاروس په شركه پوله د رامخې ته شوي انساني بحران ختمولو لپاره هڅې كوي۔ د المان د خپرونو ادارې له مخې چانسلرې انجيلا مركل د بېلاروس صدر الېګزينډر لوکاشينک سره ټېلي فوني خبرې وكړې او د فرانس صدر هم د روسيه خپل همڅنګ ولاديمير پوټن سره خبرې اترې كړې دي۔ د يادونې وړ ده چې د اروپائي ائتلاف په بهرنۍ پوله دا مهال په لويه شمېره تاركين وطن ايسار دي او اروپائي ائتلاف د دې بحراني حالاتو ذمه وار د بېلاروس صدر لوکاشينکو ګرځولو سره تور لګولې دې چې ھغه قصداً تاركين وطن اروپائي ائتلاف پلو سمګل كوي٬ د اروپائي ائتلاف له مخې داسې كولو سره د بيلاروس صدر الېګزينډر لوکاشينکو په هېواد د وړاندې نه د لګولې شوې اروپائي بنديزونو بدله اخلي