سلام آباد 11 مئي (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثارعلي خان سره خېبر پښتونخوا فرنټيئر كور ساٶته آئي جي مېجر جنرال خالد جاوېد د زيارت په ورځ ليدلي دي ۔ داخله وزير د خېبر پښتونخوا اېف سي (ساٶته) آئي جي په چوكۍ سنبالولو هغه له مباركي وركړه ۔ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې چوهدری نثار علي خان ووئيل خېبرپښتونخوا كښې امن او …
چوهدري نثار علي خان سره د خېبر پښتونخوا اېف سي (ساٶته) آئي جي و ليدل
سلام آباد 11 مئي (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثارعلي خان سره خېبر پښتونخوا فرنټيئر كور ساٶته آئي جي مېجر جنرال خالد جاوېد د زيارت په ورځ ليدلي دي ۔ داخله وزير د خېبر پښتونخوا اېف سي (ساٶته) آئي جي په چوكۍ سنبالولو هغه له مباركي وركړه ۔ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې چوهدری نثار علي خان ووئيل خېبرپښتونخوا كښې امن او امنيت باوري كول او د لوېديزو پولو د حفاظت په لړ كښې د اېف سي افسرانو او اهلكارو ګڼ شمېر قربانې وركړې او ټول قام د دوي قربانيو ته په درنه سترګه ګوري۔ ده ووئيل د پاك پوځ او اېف سي د قربانيو په سوب خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې په خاص توګه او ټول هېواد كښې په عمومي توګه امن بحال شوې ۔ ده ووئيل د جديدو تقاضو٬ د منطقې وضعې اوپه خاص توګه د سي پېك په تناظر كښې د اېف سي د ځوانانو تربيه او د دوي د كار استعداد زياتولو ته خاص پاملرنه پكار ده ۔ده ووئيل حكومت د سول آرمډ فورسز نوې ونګز جوړولو په لړ كښې 80 اربه روپۍ خرڅ كړې ۔ده ووئيلد اېف سي استعدادي صلاحيت زيارتولو او آپرېشنل ضرورتونه ترسره كولو له به هر ډول ممكنه مرسته كولې شي











