په افغانستان كښې د جمعې مونځ په مهال په چاودنه كښې ككړ 3 شكمن كسان نيولي۔د طالبانو وياند

كابل 13نومبر(اے پی پی)د افغانستان په ختيز ننګر هار ولايت كښې د جمعې د مونځ په مهال په شوي چاودنه كښې درې شكمن كسان نيولي شوي۔د چين مېډيا د طالبانو وياند په حقله ووئيل چې په بمي چاودنه كښې ككړ 3 شكمن كسان د چاودنې څو ساعتونو پس نيولي كومو څخه چې پلټنې روانې دي۔د ننګرهار په سپين غر ضلع كښې د جمعې مونځ په مهال د جومات دننه په ځاې كړې شوي چاودېدونكي توكي وچودل چې پكښې 15 تنه ژوبل شوي وو۔وياند ووئيل چې تراوسه كومې ډلې د دې بريد ذمه واري قبوله كړی نه ده۔په دې ولايت كښې په اوسنو كښې چاودنې شوي دي