پینډۍ 10 مئي (اے پي پي)د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل ميجر جنرال آصف غفور وئېلي دي پاك پوځ د پاكستانو وګړو غوندې د جمهوري عمل ملاتړ كوي٬د ادارې په حېثيت به د نورو ادارو سره په ګډه كار كوو۔د ډان ليكس په حقله ټوېټ د نيمګړو سفارشاتو په اړه ؤ٬پاكستان د سخت وخت نه ښه وخت پلو روان دے۔د شورو په ورځ مېډيا سره خپلو خبرو كښې ده …
پاك پوځ د وګړو پشان د جمهوري عمل ملاتړ كوي
پینډۍ 10 مئي (اے پي پي)د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل ميجر جنرال آصف غفور وئېلي دي پاك پوځ د پاكستانو وګړو غوندې د جمهوري عمل ملاتړ كوي٬د ادارې په حېثيت به د نورو ادارو سره په ګډه كار كوو۔د ډان ليكس په حقله ټوېټ د نيمګړو سفارشاتو په اړه ؤ٬پاكستان د سخت وخت نه ښه وخت پلو روان دے۔د شورو په ورځ مېډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل د ډان ليكس نوټيفيكېشن كښې سفارشات نيمګړي وو٬د كورنيو چارو وزارت د پيرا 18 له مخې په سفارشات بشپړ آرډر جاري كړے٬وزيراعظم فائنل اتهارټي دے٬ چې كوم امر شوے په هغې عمل كول پكار دے٬غلط فهمۍ لرې كولو كښې حكومتي هڅې د ستائنې وړ دي۔ده ووئيل مونږ له به پاكستان مخ په وړاندې بوتلل وي٬زمونږ پرېس رېليز د كوم حكومتي شخصيت يا ادارې په ضد نه ؤه ۔ده ووئيل پاك پوځ به د هر پاكستاني وګړي غوندې د جمهوريت ملاتړ كوي۔ده ووئيل پاكستانې پوځ پروفېشنل ځواك دے٬د مړو د سپكاوي هندي دعوې بے بنسټھ ده۔ده ووئيل پاكستان د 2001 څخه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كوي۔د دې جنګ ګټلو له اولسي مرستې ته اړټيا ده۔ده ووئيل پاكستانے پوځ غېر ملكي جارحيت په سنجېدګۍ ګڼړي ۔هند د افغانستان او ايران د لارې پاكستان كښې ترهه ګري كوي۔ده ووئيل د كلبهوشن ياديو په ضد د پوځي قانون ترمخه كاروائي كېږي۔ده ووئيل مونږ په تېرو لسو كلونو كښې چې كومې كاميابۍ ترلاسه كړی هغه وړاندې بوتلل دي۔۔ميجر جنرال آصف غفور ووئيل پاكستان به د ايران او سعودي اړيكو له غوره كردار ترسره كړي۔ده ووئيل د ايراني پوځ سرلښكر بيان ځواب خارجه وزارت وركړی۔ده ووئيل پاكستان د چمن پیښې څخه وړاندې افغان چارواكو ته د سر شمېرې په اړه خبر وركړی ؤه ۔افغانان زمونږ وروڼه دي ولې مونږ مجبور كړې شو مونږ په سېلف ډيفنس كاروائي كړی او ځواب وركول مو نه غوښتل بيا هم مونږ له افغانستان ته ځواب وركول وو۔ده ووئيل هند درملنو لپاره رنځورانو ته ويزه نه وركوي۔هند ته د تلونكو رنځورانو مسئلو نه خبر يو مونږ به هڅې كوو چې د دوي علاج په پاكستان كښې وشي۔ده ووئيل د احسان الله احسان پھ ضد به د قانون ترمخه كاروائي كولې شي۔ده ووئيل 19 كلنه نورين لغاري لاهور څخه خوشې كړی شوې٬هغه ترهه ګره نه وه بلكې ترغيب وركړې شوے ؤ











