د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غونډه٬ نېب ته په نندی پور پاور پراجېکټ كښې د تاخېر معامله زر تر زره تر پايې رسولو او 8 اونۍ كښې د راپور وړاندې كولو سپارښتنه

اسلام آباد ۔ 10 مئی (اے پی پی) د پاکستان پیپلز ګوند د قامي اسمبلۍ پخواني غړي او د اوبو او برېښنا وفاقي وزير نويد قمر پبلک اکاؤنټس کمیټۍ ته وئيلي دي د نندي پور پاور پراجېكټ ځنډولو سوب د قانون او انصاف وزارت بېلې بهانې وې۔ نېب چارواكو هم پي اے سي ته وئيلي دي نندی پور پاور پراجېکټ كښې د تاخېر په سوب د 113 اربه روپو زيان …

اسلام آباد ۔ 10 مئی (اے پی پی) د پاکستان پیپلز ګوند د قامي اسمبلۍ پخواني غړي او د اوبو او برېښنا وفاقي وزير نويد قمر پبلک اکاؤنټس کمیټۍ ته وئيلي دي د نندي پور پاور پراجېكټ ځنډولو سوب د قانون او انصاف وزارت بېلې بهانې وې۔ نېب چارواكو هم پي اے سي ته وئيلي دي نندی پور پاور پراجېکټ كښې د تاخېر په سوب د 113 اربه روپو زيان شوے۔ د دې پلټنې به په 8 اوونو كښې بشپړې كړې شي۔ دې څخه وروستو به اېګزېكټو بورډ د دې پوځداري پلټنې كوي۔ پي اے سي د معاملې زر تر زره پايې ته د رسولو او په 8 اوونو كښې ابتدائي تحقيقاتي راپور كمېټۍ ته د وړاندې كولو سپارښتنه وكړه۔غونډه د شورؤ په ورځ د پي اے سي چيئرمېن خورشيد احمد شاه په مشرۍ كښې وشوه كومه كښې چې د كمېټۍ غړو شفقت محمود، عبدالرشید ګوډېل، سېناتور هدایت اللہ، سېناتور تنویر خان، سېناتور اعظم سواتی، ډاکټر عارف علوی، سېناتور مشاهد حسېن سید، سېناتورې شیری رحمٰن، سید نوید قمر، ارشد لغاری، شاهدہ اختر علی، میاں عبدالمنان، راجه جاوېد اخلاص، رانا افضال حسېن، شېخ روحیل اصغر او سردار عاشق حسېن ګوپانګ په شمول د اړوندو سركاري ادارو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په دې مهال د واپډا لخوا ووئيلې شول په كال 2014ء كښې د زيان شرح 19.1 فیصد وه اوس 17.5 فیصده ده۔ او 0.1 فیصده زيان 10 اربه روپۍ جوړېږي۔ ۔ سيد خورشيد احمد شاه ووئيل د دې مطلب دا دے چې زيان د 1700 اربه روپو نه زيات دے۔ پي اے سي په دې شمېره سخته اندېښنه څرګنده كړه۔ پی اے سی ته ووئيلې شؤ چې په كال 2008ء كښې د 320 ملینه ډالرو لګښت سره دا منصوبه پېل شوې وه او د دې ټھېكه د چین ډانګ فانګ كمپنۍ ته وركړې شوې وه ۔