اسلام آباد 10 مئي (اے پی پی) د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز وئېلي دي چې افغانستان او ايران سره د پولې منيجمنټ استحكام ته پام لرنه كوو٬د پاكستان او افغانستان ترمينځه معنٰی لرونكې خبرې اترې د افغانستان او سيمې امن او استحكام له ضروري دي٬تحريك طالبان او جماعت الحرار پھ افغانستان كښې پټنځايونه لري٬افغان دولت دې د ترهه ګرو تنظيم په ضد كاروائي وكړي٬ طالبان دې د تشدد لاره …
د پاكستان او افغانستان ترمينځه ګټورې خبرې اترې د افغانستان او سيمې امن او استحكام له ضروري دي
اسلام آباد 10 مئي (اے پی پی) د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز وئېلي دي چې افغانستان او ايران سره د پولې منيجمنټ استحكام ته پام لرنه كوو٬د پاكستان او افغانستان ترمينځه معنٰی لرونكې خبرې اترې د افغانستان او سيمې امن او استحكام له ضروري دي٬تحريك طالبان او جماعت الحرار پھ افغانستان كښې پټنځايونه لري٬افغان دولت دې د ترهه ګرو تنظيم په ضد كاروائي وكړي٬ طالبان دې د تشدد لاره پرېښودلو سره امن عمل كښې شامل شي۔ پاكستان د افغان دولت او طالبانو ترمينځه خبرو اترو له په زړه پورې هڅې كوي۔ دا خبرې ده د شورو په ورځ په افغانستان كښې د امن په اړه سېمينار ته خطاب او مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ سرتاج عزيز ووئيل جنوري 2015 كښې د ناټو جنګي مشن بشپړیدو او د افغان ځواكونو لخوا د امنيتي ذمه وارو سنبالولو نه پس پھ افغانستان كښې ستونزې زياتې شوې دي۔پرله پسې جنګ او ملټري ستراتېژي ناكامۍ سره د افغان ځواكونو او عامو وګړو لوي زيان شوے۔ امن عمل كښې پېشرفت نه كېدو سره داعش٬د نشه اي توكو قاچاقبرو او نورو خطرو كښې زياتوالې شوې۔ دې صورتحال سره نه يوازې د افغانستان ګاونډيان بلكې ټوله سيمه ځپلې كېږي٬يو امن ناكه او څوكاله افغانستان زمونږ په ګټه دے۔ ده ووئيل ترهه ګري سيمه ايز او نړيوال امن له خطر دے۔ جنوري 2014 كښې د ضرب عضب عملياتو نه پس پھ هېواد كښې د ترهه ګرۍ نېټ ورك كاميابۍ سره تباه كړے شوے او قبائېلي سيمو او په خاص توګه د شمالي وزيرستان څخه ترهه ګر ختم كړې شوي دي۔ د امريكې پشمول ټولې نړۍ د ترهه ګرۍ په ضد زمونږ كاميابۍ منلي دي۔ ده ووئيل پاكستان د ټرانزټ ټرېډ لوظ نامې ترمخه د خپلو بندرځايونو د لارې د كوم خنډانو نه غېر افغانستان ته د ټرانزټ ټرېډ آسانۍ وركړي۔ په دې لوظ نامه به نظر ثاني كېږي۔ په دې لړ كښې به افغانستان٬پاكستان٬ټرانزټ ټرېډ كوآرډېنېشن اتهارټي غونډه زر تر زره رابللې شي۔ سرتاج عزيز ووئيل پاكستان د څو لسيزو راهيسې د افغان كډوالو كوربتوب كوي۔ د دوه اړخيزه مرستې پیكج ترمخه پاكستان په افغانستان كښې د 500 ملين ډالره پروژې بشپړې كړې دي او 300 افغان زده كونكو له يې د پاكستان په تعميلي ادارو كښې سكالرشپونه وركړي۔ تېر كال برسلز كنفرنس كښې پاكستان افغانستان لپاره پرمختيائي پروژو له د نور 500 ملين ډالر وركولو لوظ كړے۔ سرتاج عزيز په ډاګه كړه چې د افغانستان سره زمونږ رابطې د ايجنډې مهم عنصر دے۔ د دې نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې سرتاج عزيز ووئيل افغانستان او ايران سره بارډر منيجمنټ ته حكومت پام لرنه كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل نه افغانستان او نه ايران زمونږ دښمن دے٬مونږ وړاندې د پاك ايران پولې سره نزدې په پېښو د تحفظاتو څرګندونه كړې۔ ده ووئيل پاكستان او ايران پولې قوي كولو ته سلا شوي۔ په سباؤن كښې دې ډول ناوړه پیښو څخه بچ كېدو له د پولې مكانزم ترسره كولو په غرض به د كمېشن غونډه روانه مياشت كښې كېږي۔ د اسلامي مشرانو په غونډه كښې د وزيراعظم محمد نواز شريف د سعودي عرب د دورې په اړه د يوې پوشتنې په ځواب ده ووئيل په غونډه كښې به د فلسطين او كشمير پشمول اسلامي امت ته په پېښو مسئلو بحث كول شي۔ سرتاج عزيز ووئيل د كلبهوشن ياديو په معامله هند د انصاف په نړيوال عدالت كښې خواست جمع كړے











