د چين لخوا د ټرائيکا پلس غونډې مكمل ملاتړ٬ خاص استازے يوئي ژياٶنګ به سره د پلاوي په غونډه كښې ګډون كوي

بيجنګ 10 نومبر (اے پي پي) د افغانستان پحقله د چين خاص استازي يوئي ژياٶنګ پاکستان كښې د افغانستان صورتحال پحقله د ټرائيكا پلس غونډه كښې د چين پلاوي سره ګډون كوي۔ د چين خارجه وزارت وياند وانګ ون بن د شورو په ورځ د بريفنګ په مهال ووئيل چين د پاكستان په كوربتوب كښې د غونډې بشپړ ملاتړ كوي۔ ده ووئيل مونږ په افغانستان كښې استحکام لپاره د ټولو …

بيجنګ 10 نومبر (اے پي پي) د افغانستان پحقله د چين خاص استازي يوئي ژياٶنګ پاکستان كښې د افغانستان صورتحال پحقله د ټرائيكا پلس غونډه كښې د چين پلاوي سره ګډون كوي۔ د چين خارجه وزارت وياند وانګ ون بن د شورو په ورځ د بريفنګ په مهال ووئيل چين د پاكستان په كوربتوب كښې د غونډې بشپړ ملاتړ كوي۔ ده ووئيل مونږ په افغانستان كښې استحکام لپاره د ټولو ستړو ملاتړ كوٶ دغسې چې په دې لړ كښې د نړۍ اتفاق رامخې ته شي٬ د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د قامي سلامتيا سلاحكار معيد يوسف به د ټرائيکا پلس غونډې مشري كوي۔ په غونډه كښې به د امريكې د خارجه وزارت خاص استازے او د افغانسان پحقله نائب خارجه وزير تھامس وېسټ او افغانستان لپاره د روسيه خاص استازے جمير کابلوف هم ګډون كوي

مزید خبریں