واشنګټن 09 نومبر (اے پي پي) د امريکې واكدارانو د افغانسان نوو كډوالو لپاره د اميګرېشن په ضابطو كښې ځينې بدلونونه كړي د كومې مقصد چې د افغان كډوالو امريکې ته د راتللو نه پس د هغوي د آباد کارۍ كار په تندۍ سره تر سره كول دي۔ د المان ميډيا له مخې د امريكې د هوم لينډ سکيورټي څانګې لخوا دا خبره تيره ورځ شوې ۔ افغانستان كښې د …
د افغانستان د نوو كډوالو په اړه اميګرېشن ضابطو كښې بدلون شوے ۔ يو اېس اے
واشنګټن 09 نومبر (اے پي پي) د امريکې واكدارانو د افغانسان نوو كډوالو لپاره د اميګرېشن په ضابطو كښې ځينې بدلونونه كړي د كومې مقصد چې د افغان كډوالو امريکې ته د راتللو نه پس د هغوي د آباد کارۍ كار په تندۍ سره تر سره كول دي۔ د المان ميډيا له مخې د امريكې د هوم لينډ سکيورټي څانګې لخوا دا خبره تيره ورځ شوې ۔ افغانستان كښې د طالبانو په اقتدار كښې د راتللو نه پس نزدې 70 زره افغانان امريکې ته رسيدلي ۔ د نوو ضابطو له مخئ د 30 جولائي نه پس امريکې ته رسيدونكو وګړو له ګرين كارډ ترلاسه كولو په اړه ځينې مراعات وركړے كېږي۔ داسې افغانانو ته د فائلنګ فيس څخه هم استثنيٰ وركړې كېږي












