تهران 02 نومبر (اے پي پي) اېران د خليج عدن په پلو تلونكي د تېلو په ټانكر د سمندري غلو بريد شنډ كړے. د العربيه ټي وي له مخې د تېلو دا ټانكر د بحيره احمر د داخلي لارې باب المندب په پلو روان و چې پرې په جهاز كښې سوارو شپږو سمندري غلو د بريد كولو هڅه وكړه كومه چې شنډه كړې شوه. د يادونې وړ ده چې په ايراني جهازونو دا د سمندري غلو لخوا په دې وروستيو كښې دوهم بريد دے.