بيجنګ 02 نومبر (اے پي پي) د پاكستان او چين د سفارتي اړيكو په 70 كاله ترسره كېدو د چين په ووهان ښار كښې په تاريخي ودانيو او د يانګزے درياب په پل د آتش بازې مظاهره وكړې شوه. په دې موقع د پاكستان او چين د دوستې او د سفارتي اړيكو د 70مې سالګرې په مناسبت په چينائي او انګرېزي ژبه كښې نعرې ووهل شوې. په چين كښې د پاكستان سفير معين الحق، پاكستانې ټولنې او پاكستاني زده كوونكو هم آتش بازي وكتله. دا آتش بازي د هوبي ولايت حكومت وكړه. دا ډول آتش بازي په چين كښې په وړومبي ځل شوې كومه به چې د نومبر تر دريمه نېټه روانه وي.