خېبرپښتونخوا كښې 31 لكه 13 زره 491 كسانو ته د كرونا واكسين لګولې شوي۔ د صحت صوبائي اداره

پېښور 29 اکتوبر (اے پي پي) خېبرپښتونخوا كښې 31 لكه 13 زره 491 كسانو ته د كرونا واكسين لګولې شوي ۔ د صحت صوبائي څانګې راپور له مخې د ورځې په بنياد 57 زره 543 كسانو ته واكسينېشن لګولې شي او د تېرو 24 ساعتو په مهال د 87 زره 543 كسانو وېكسينېشن شوې۔ د راپور له مخې تر اوسه په صوبه كښې په مجموعي توګه يو كروړ 56 لكه 10 زره 913 كسانو ته وېكسينېشن لګولې شوي