امريکا، نرښځيو لپاره د نوي صنفي پېژندګلۍ پاسپورټ جاري كړو

واشنګټن 28 اکتوبر (اے پي پي) امريکا نرښځيو لپاره د نوي صنفي پېژندګلي سره وړومبے پاسپورټ جاري كړے كوم چې د دوې د حقونو تسليمولو پلو يو مهم ګام دے د كومو شناخت چې د سړي يا د مېرمنې په توګه نه كېږي۔ د امريکې ميډييا له مخې داسې كسان چې صنفي شناخت ئې د نارينه يا زنانه په توګه نه كېږي بالعموم د اېل جي بي ټي كيو په نامه بللے كېږي څوك چې د ژوند په هره څانګه كښې د نورو سره سم خپلو حقونو لپاره هڅې كوي۔ په امريكا كښې د اېل جي بي ټي کيو حقونو لپاره خاص سفارتي نمائنده جيسكا اسټرن دا اقدام تاريخي ګرځولو سره وئيلي دي دا د جشن لمانځلو لمحه ده ځكه چې په سركاري سندونو كښې دوي د يو ژوندي حقيقت په توګه تسليم كړے شوي