يوكوهاما 07 مئي ﴿اے پي پي﴾ د خزانې وفاقي وزير سناتور محمد اسحاق ډار وئېلي دي چې د جاپان كمپنۍ دې په پاكستان كښې د اقتصادي موقعو څخه استفاده وكړي٬پاكستان به تر كال 2030م د جي 20 غړے شي۔ ده دا خبرې د جاپان دوهم وزيراعظم او د خزانې وزير تارو آسو سره د ملاقات په مهال وكړې كوم چې د آسيائي پرمختيائي بانك د ګورنرانو د بورډ د 50مې …
د جاپان كمپنۍ دې په پاكستان كښې د اقتصادي موقعو څخه استفاده وكړي٬پاكستان به تر كال 2030م د جي 20 غړے شي
يوكوهاما 07 مئي ﴿اے پي پي﴾ د خزانې وفاقي وزير سناتور محمد اسحاق ډار وئېلي دي چې د جاپان كمپنۍ دې په پاكستان كښې د اقتصادي موقعو څخه استفاده وكړي٬پاكستان به تر كال 2030م د جي 20 غړے شي۔ ده دا خبرې د جاپان دوهم وزيراعظم او د خزانې وزير تارو آسو سره د ملاقات په مهال وكړې كوم چې د آسيائي پرمختيائي بانك د ګورنرانو د بورډ د 50مې غونډې په مهال ده سره ملاقات وكړو۔د خزانې وزير د جاپان وزير په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ د موقعو څخه خبر كړو۔د جاپان دوهم وزيراعظم په پاكستان كښې د واكمن ګوند اقتصادي كاركردګي وستائېله او وې وئېل چې په پاكستان كښې د ټېكسټائل پشمول په بېلا بېلو څانكو كښې د جاپان او نړيوالو سرمايه كارو لپاره پراخا موقعې شته۔اسحاق ډار د جاپان وزير ته د پاكستان د دورې كولو بلنه هم وركړه۔د دې څخه وړاندې د بانك د ګورنرانو بورډ غونډې ته په خپله وېنا كښې اسحاق ډار ګډون كونكي د تېرو څلورو كلونو په مهال د پاكستان لخوا د اصلاحتي ايجنډې او د ميكرو اكنامك استحكام د كاميابو څخه خبر كړو۔ده ووئيل چې نړيوالو ادارو د پاكستان د اقتصادي پرمختګ او د ميكرو اكنامك استحكام اعتراف كړې











