اسلام آباد 07 مئي ﴿اے پي پي﴾ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجيس طاهر وئېلي دي چې د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ مشرۍ كښې د اوسني حكومت په دور كښې بې مثاله پرمختګ شوې٬ نه يوازې د پاكستان اولس بلكې ټولې نړۍ په ټولو څانګو كښې د پرمختګ اعتراف كړې او پاكستان په مجموعي توګه يو مضبوط هېواد رامخې ته شوې او د پاكستان …
د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ مشرۍ كښې د اوسني حكومت په دور كښې بې مثاله پرمختګ شوې
اسلام آباد 07 مئي ﴿اے پي پي﴾ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجيس طاهر وئېلي دي چې د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ مشرۍ كښې د اوسني حكومت په دور كښې بې مثاله پرمختګ شوې٬ نه يوازې د پاكستان اولس بلكې ټولې نړۍ په ټولو څانګو كښې د پرمختګ اعتراف كړې او پاكستان په مجموعي توګه يو مضبوط هېواد رامخې ته شوې او د پاكستان په اړه مثبت خبرونه د نړۍ وړاندې دي۔ د اتوار په ورځ پھ خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل چې وزيراعظم محمد نواز شريف د سياسي مخالفينو او اپوزيشن بې ځايه تنقيد او سازشونو باوجود د پاكستان په سياست كښې د اولس د خذمت اعلٰی درجه قائمه كړې په دې تللو سره راتلونكي كوم سياسي ګوند خپل سياسي بقاﺀ په ځاې ساتلې شي۔ ده ووئيل چې د پاكستان د دې پرمختګ او اولس خوشحالۍ له امله سياسي مخالفين او د پاكستان دښمنان پرېشانۍ سره مخ شوي دي۔ ده ووئيل چې دښمن ته بايد معلومه وي چې د كشميريانو سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ او د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژې بشپړېدو په لړ كښې ټول پاكستاني قوم٬سياسي ګوندونه او ادارې يو موټې دي او په دې معاملو ټول قام لكه د اوسپنې ديوال ولاړ دے











