باجوړ۔25 اکتوبر(اے پی پی) د باجوړ ضلعې ماموند تحصيل په تنړي سيمه كښې د يو جومات د چھت پرېوتو پېښې په نتيجه كښې درې كسان ژوبل شوي دي۔ ژوبل شويو كښې 55 كلن پېنده ګل ٬ 43 كلن فضل رحيم او 19 كلن نعمت الله شامل دے۔ د اطلاع په ترلاسه كېدو د رېسكيو 1122 عمله د پېښی ځائې ته ورسېده او ژوبل شوي ئې د ابتدائي طبي مرستې نه وروستو درملنو له د خار باجوړ ډسټركټ هېډ كوارټر روغتون ته منتقل كړل۔ د ابتدائي اطلاعاتو لمخې د چھت پرېوتو دا پېښه په جومات كښې د تعمير كار په مهال رامخې ته شوه