د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې په پاكستان كښې د آئي ټي انقلاب راغلې٬پاكستان ته په نړيواله كچه ايوارډونه وركولې شي

اسلام آباد 06 مئي ﴿اے پي پي﴾ د انفارمېشن ټېكنالوجۍ دوهمې وزيرې انوشه رحمان وئېلي دي چې د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې په پاكستان كښې د آئي ټي انقلاب راغلې٬پاكستان ته په نړيواله كچه ايوارډونه وركولې شي٬كه عمران خان د احتجاجي سياست په ځاې د خېبرپښتونخوا د ځوانانو تربيې ته پام كړې وو نو دا اعزاز او ايوارډونه ده هم ترلاسه كولې شول۔د خالي په ورځ په …

اسلام آباد 06 مئي ﴿اے پي پي﴾ د انفارمېشن ټېكنالوجۍ دوهمې وزيرې انوشه رحمان وئېلي دي چې د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې په پاكستان كښې د آئي ټي انقلاب راغلې٬پاكستان ته په نړيواله كچه ايوارډونه وركولې شي٬كه عمران خان د احتجاجي سياست په ځاې د خېبرپښتونخوا د ځوانانو تربيې ته پام كړې وو نو دا اعزاز او ايوارډونه ده هم ترلاسه كولې شول۔د خالي په ورځ په خپل يو بيان ګښې هغې ووئيل چې نن عمران خان ته د خېبرپښتونخوا د ځوانانو د آئي ټي تربيې خيال راغلې كله چې وزيراعظم محمد نواز شريف د ډيجيټل پاكستان وژن عملي كولو كاش عمران خان ته دا خيال هغه وخت راغلې وو٬اوس به د خېبرپښتونخوا ځوانانو ته د آئي ټي د پرمختګ څلور كاله انتظار كول نه وو۔دوهمې وزيرې ووئيل چې د عمران خان لخوا د دلچسپۍ نشت والي له امله د خېبرپښتونخوا د برخې كار هم وفاقي حكومت كوي۔دوهمې وزيرې ووئيل چې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت د خېبرپښتونخوا ضلعې د براډ بينډ د لارې مربوط كوي