د ټولنې څخه د انتهاخوښۍ او عدم برداشت ختمولو لپاره متحركه فلم انډسټري د وخت غوښتنه ده ٬د پاكستان كلتور او ورثه به د فلم د لارې په ټوله نړۍ كښې څرګندولې شي

كراچۍ 05 مئي ﴿اے پي پي﴾ د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د فلم انډسټري بحالۍ سره به د انتهاخوښۍ سوچ مخ نيوي له مرسته ترلاسه شي٬د ټولنې څخه د انتهاخوښۍ٬عدم برداشت ختمولو له متحركه فلم انډسټري د وخت حاجت دے٬د پاكستان كلتور او ورثه به د فلم د لارې په ټوله نړۍ كښې څرګندولې شي٬داسې فلم يا پالېسي مرتب كول غواړو كومه چې نوې نسل …

كراچۍ 05 مئي ﴿اے پي پي﴾ د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د فلم انډسټري بحالۍ سره به د انتهاخوښۍ سوچ مخ نيوي له مرسته ترلاسه شي٬د ټولنې څخه د انتهاخوښۍ٬عدم برداشت ختمولو له متحركه فلم انډسټري د وخت حاجت دے٬د پاكستان كلتور او ورثه به د فلم د لارې په ټوله نړۍ كښې څرګندولې شي٬داسې فلم يا پالېسي مرتب كول غواړو كومه چې نوې نسل ياد وساتي٬د ټولې نړۍ پشان د فلم صنعت ته به آسانۍ وركولې شي٬پاكستان د بېلو قامي او نړيوالو چېلنجونو سره مخ دے ٬خپل نظرياتي محاذ قوي كولو له يوې متحركې فلم انډسټرۍ ته اړتيا ده٬وزيراعظم د فلم انډسټرۍ بحالۍ له خوښي لري٬حكومت به د فلم انډسټري مسائل لرې كوي۔ده د جمعې په ورځ ګورنر هاؤس كښې د فلم٬پروډكشن او براډكاسټنګ پالېسۍ 2017 په اړه مشاورتي غونډې پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔په دې موقع مريم اورنګزېب د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ او اولس كاركردګي ستائېلو سره ووئيل پاك پوځ او اولس په دې جنګ كښې لويې قربانۍ وركړي۔دې ووئيل دا يو حقيقت دے چې د تېرو څو كلونو راهسې زمونږ په ټولنه كښې د عدم برداشت او انتهاخوښې سوچ زيات شوے او دا د وخت تقاضا ده چې دا رجحان بدل كړې شي۔مريم اورنګزېب ووئيل د وزيراعظم د وژن له مخې د اطلاعات وزارت پاكستان كښې د فلم انډسټرۍ بحالۍ له ګامونه پورته كوي۔دې د چين٬ايران٬بنګله دېش او د نورو هېوادونو د فلم انډسټرۍ د پرمختګ حواله وركولو سره ووئيل په دغه هېوادونو كښې حكومت د فلم انډسټرۍ مرسته كوي۔دې ووئيل هغوي د خپل فلم د لارې سېلګرۍ٬كلتور او تاريخي ورثې ته هم وده وركوي۔د دې نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې مريم اورنګزېب ووئيل د وزيراعظم نواز شريف دا وژن دے چې په هېواد كښې فلم انډسټري بحال شي او وګړي د هېواد د كلتور٬تاريخ او قامي ورثې څخه خبر شي۔دې ووئيل حكومت نه يوازې په هېواد كښې فلم انډسټرۍ له آساني وركولو له لوظي دے بلكې غواړي چې په دې انډسټرۍ كښې د نوي ټېلنټ ډاډګيرنه هم وكړي۔مريم اورنګزيب ووئيل مونږ د پاكستان ټېلي ويژن د اړخه ماشومانو لپاره يو چينل جوړوو۔دې ووئيل دلته د راتللو مقصد د ټولو سټېك هولډز سره مشاورت او تجاويز اخستل او بيا پالېسۍ مرتب كول دي