اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د بلوچستان آنسپكټر جنرل اېف سي مېجر جنرال ندیم احمد انجم سره ټېلي فوني تماس نيولې دې ۔ په دې موقع د د اېف سي آئي جي داخله وزير ته د چمن په پېښه بريفنګ وركړو۔د داخله وزارت لخوا د جاري شوې خبر پاڼې له مخې داخله وزير ووئيل د افغان امنيتي اېجنسو نه خو …
د افغان امنيتي ځواكونو د پاكستان په بې ګناه وګرو د ډزو ناسم روايت جوړ كړو۔
اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د بلوچستان آنسپكټر جنرل اېف سي مېجر جنرال ندیم احمد انجم سره ټېلي فوني تماس نيولې دې ۔ په دې موقع د د اېف سي آئي جي داخله وزير ته د چمن په پېښه بريفنګ وركړو۔د داخله وزارت لخوا د جاري شوې خبر پاڼې له مخې داخله وزير ووئيل د افغان امنيتي اېجنسو نه خو خپل هېواد نه سنبالېږي خو د پاكستان په بې ګناه وګړو ډزې كولو سره ئې يو ډېر ناسمه روايت جوړ كړو۔ده ووئيل د پاك پوځ او اېف سي د مثبت او زړور غبرګون څخه به بيا لپاره د پولې ھغې خوا نه د دغې رويې په زړه پورې ځواب وركولې شي ۔د بلوچستان د اېف سي آئي جي داخله وزير ته ووئيل پېښه په سر شمېره كښې په بوختو كارمندانو د ډزو او په امنيتي ځواكونو بې جوازه ډزو نه پېل شوې۔ داخله وزير د پاك پوځ او اېف سي د دوو ځوانانو په شهادت د غم دړد څرګندونه كړې ده











