اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) پاکستان په چمن كښې په پاك افغان پوله د افغان ځواكونو لخوا په ډزو د تشويش څرګندونه كولو سره خبردار كړے چې كه چرې په پاکستاني سيمو كښې د ډزو لړۍ په سمدستي توګه بنده نه كړې شوه پاکستان د سيمه ايزې خپلواكۍ او د خپلو وګړو تحفظ لپاره د ځواب حق محفوظ لري، د افغانستان شخړه د خبرو اترو د لارې هوارېدې …
پاکستان په پاك افغان پوله د افغان ځواكونو لخوا په ډزو تشويش لري
اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) پاکستان په چمن كښې په پاك افغان پوله د افغان ځواكونو لخوا په ډزو د تشويش څرګندونه كولو سره خبردار كړے چې كه چرې په پاکستاني سيمو كښې د ډزو لړۍ په سمدستي توګه بنده نه كړې شوه پاکستان د سيمه ايزې خپلواكۍ او د خپلو وګړو تحفظ لپاره د ځواب حق محفوظ لري، د افغانستان شخړه د خبرو اترو د لارې هوارېدې شي٬ افغانستان كښې امن لپاره به پاكستان خپلې هڅې روانې ساتي٬ په مقبوضه كشمير كښې د ضمني ټاكنو نه پس صورتحال نور خراب شوے٬ نړيواله ورورولي دې په صورتحال قابو موندلو او كشميريانو ته د خوداراديت حق وركولو لپاره خپل كردار ولوبوي۔ د خارجه دفتر وياند نفيس زكريا د جمعې په ورځ د اوونيز خبري بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو ځوابونه وركولو سره ووئيل پاکستان په چمن كښې په پاك افغان پوله د افغان ځواكونو لخوا په ډزو د تشويش څرګندونه كولوسره وئيلي دي چې كه چرې په پاکستاني سيمو كښې د ډزو لړۍ په سمدستي توګه بند نه كړې شوه نو پاکستان د سيمه ايزې خپلواكۍ او د خپلو وګړو تحفظ لپاره د ځواب حق محفوظ لري۔ وياند ووئيل پاکستان يو خپلواكه هېواد دے او خپلو سيمو كښې سر شمېرې كوي٬ د سر شمېرنې نه وړاندې افغانستان خبر كړې شوے هم وو خو د دې باوجود د افغان ځواكونو لخوا ډزې د افسوس او غندنې وړ دي۔ ده ووئيل د افغانستان مسئله كورنۍ ده او تورونه لګول د مسئلې حل نه لري٬ يوازې د تورونو لګولو او بيانونو وركولو سره په امن كښې مرسته نه شي ترلاسه كېدې۔ وياند ووئيل افغانستان دې په پاك افغان پوله امن او استحكام باوري كړي٬ پاکستان په افغانستان كښې امن لپاره سنجيده هڅې كوي٬ مونږ په افغانستان كښې امن غواړو ولې هند افغان خاوره كارولو سره په افغانستان او نورو ګاٶنډي هېوادونو كښې مسئلې پېدا كوي۔ وياند ووئيل پاکستان افغان دولت او طالبان د مذاكراتو مېز ته راوستلو لپاره په اخلاص هڅې كوي او اوس به هم منطقه كښې امن او استحكام لپاره خپله هڅې روانې ساتي۔ وياند ووئيل هند خپل ناوړه عزائم تر سره كولو سره افغانستان زمكه كاروي او هم د هند د كردار په سوب د افغانستان مسئلې زياتېږي۔ د کشمیر پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د ميډيا بلېك آٶټ باوجود نړيوالې ورورولۍ او سول سوسائټئ په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د سنګين خلاف ورزيو په ضد غږ پورته كړې دے۔ ده ووئيل د قابض هندي ځواكونو د ظلمونو او تشدد څخه تر اوسه په سلګونو بې ګناه كشميريان شهيدان او ټپيان شوي دي۔ د هندي ظلمونو او بربريت كښې د اضافې نه پس نړيوالې ورورولۍ اوس مسئله كشمير ته پام ګرځولې۔ وياند ووئيل هند پوځ يوازې په اپرېل كښې 25 بې ګناه كشميريان شهيدان كړې چې پكښې دوه مېرمنې او 11 ماشومان هم شامل دي او دغسې 447 حريت لارښود او زده كوٶنكي نيولي شوې دي۔ د خارجه دفتر وياند نفيس زكريا ووئيل په سري نګر كښې د ضمني ټاكنو نه پس د بشري حقونو صورتحال نور خراب شوے دے۔











