اسلام آباد 05 مئی (اے پی پی) د افغانستان ناظم الاامور د جمعې په ورځ خارجه دفتر ته راوبللې شو او چمن كښې په پاك افغان پوله د عسكرو د اړخه په ډزو ورته سخت احتجاج ریکارډ كړې شو چې پكښې ګڼ پاکستانیان شهیدان او د ميرمنو او ماشومانو پشمول ګڼ ژوبل شوي دي ۔ افغان ناظم الامور ته ووئيلې شو پاکستانو چارواكو د هېواد په حد دننه د سر …
د افغانستان ناظم الاامور خارجه دفتر ته راوبللې شو
اسلام آباد 05 مئی (اے پی پی) د افغانستان ناظم الاامور د جمعې په ورځ خارجه دفتر ته راوبللې شو او چمن كښې په پاك افغان پوله د عسكرو د اړخه په ډزو ورته سخت احتجاج ریکارډ كړې شو چې پكښې ګڼ پاکستانیان شهیدان او د ميرمنو او ماشومانو پشمول ګڼ ژوبل شوي دي ۔ افغان ناظم الامور ته ووئيلې شو پاکستانو چارواكو د هېواد په حد دننه د سر شميرې په غرض خپل فرائض ترسره كول او افغان حکومت ته د وړاندې څخه اطلاع هم وركړې شوي وه۔ د افغان عسكرو د اړخه د ډزو په نتيجه كښې نه يواځې قیمتی ځاني زيان شوے بلکه د پاکستان سرحدی حدود كښې د سر شميرې عمل هم ځپلې شوي۔ پاکستان په افغانستان زور راوړو چې د ډزو لړۍ بندولو له سمدستي ګامونه پورته كړي او خلاف ورزي کوونكو په ضد کارروائی وكړي۔











