يوكوهاما 04 مئي ﴿اے پي پي﴾ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي چې پاكستان ته د اسيائي پرمختيائي بانك څخه د 2.5 اربه ډالرو د انفراسټركچر فنانسنګ ترلاسه كېدو توقع ده٬ دې سره به تر كال 2019م د اووه فيصده لوړه شرح نمو په ترلاسه كولو كښې مرسته وشي٬ پاكستان اسيائي پرمختيائي بانك سره اقتصادي پرمختګ لپاره د فنانسنګ د اوږدې مودې پروژې لري۔ د اسيائي پرمختيائي …
پاكستان ته د اسيائي پرمختيائي بانك څخه د 2.5 اربه ډالرو د انفراسټركچر فنانسنګ ترلاسه كېدو توقع ده
يوكوهاما 04 مئي ﴿اے پي پي﴾ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي چې پاكستان ته د اسيائي پرمختيائي بانك څخه د 2.5 اربه ډالرو د انفراسټركچر فنانسنګ ترلاسه كېدو توقع ده٬ دې سره به تر كال 2019م د اووه فيصده لوړه شرح نمو په ترلاسه كولو كښې مرسته وشي٬ پاكستان اسيائي پرمختيائي بانك سره اقتصادي پرمختګ لپاره د فنانسنګ د اوږدې مودې پروژې لري۔ د اسيائي پرمختيائي بانك د ګورنرانو د بورډ په 50مه غونډه كښې د ګډون په لړ كښې د جاپان دورې په مهال اے پي پي سره په يوه مركه كښې د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار ووئيل چې ده د اسيائي پرمختيائي بانك صدر تاكي هيكو نكاؤ سره ملاقات كړے او د بانك څخه ئې د انفراسټركچر فنانسنګ له مخې د 2.5 اربه ډالرو بېلولو د جاج اخستو خواست كړے۔ ده دا ملاقات ډېر ګټور وګرځولو۔ وفاقي وزير ووئيل چې اسيائي پرمختيائي بانك پاكستان لپاره د وړاندې نه كلن فنډ 2 اربه ډالرو ته د رسولو اصولي منظوري وركړې۔ په دې لړ كښې تېر كال په فرېنكفرټ كښې د غونډې په مهال بانك ته خواست شوے و۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې بانك تل پاكستان سره مرسته كړې۔ تېر كال بانك انفراسټركچر پروژې لپاره د 1.2 اربه ډالرو مرسته كړې۔د دې نه علاوه نېشنل ډيزاسټر رسك مېنجمنټ فنډ لپاره د 1.2 اربه ډالرو باور هم وركړې شوې چې پكښې بانك 20 كروړه ډالر جاري كړي دي۔ وفاقي وزير د دوه اړخيزه ملاقاتونو ذكر هم وكړو۔ وفاقي وزير 20 كاله پخوانې د اېشين كرائسز په اړه په يوه غونډه كښې ګډون هم وكړو۔











