واشنګټن۔11اکتوبر(اے پی پی) د امريكې د لوزيانا رياست په بيټن روج ښار كښې د وسله وال وګړي د ډزو په نتيجه كښې د يو پوليس اهلكار په شمول 2 كسان مړه او 3 نور ژوبل شوي دي۔ د امريكې د ابلاغ ذريعو د لوزيانا سټېټ پوليس په اړه وئيلي چې دا پېښه تېره شپه بېټن روج كښې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو وسله وال وګړي ناڅاپي ډزې …
امريكا ٬ د وسله وال وګړي په ډزو د پوليس اهلكار په شمول 2 كسان مړه ٬ 3 ژوبل

مزید خبریں
واشنګټن۔11اکتوبر(اے پی پی) د امريكې د لوزيانا رياست په بيټن روج ښار كښې د وسله وال وګړي د ډزو په نتيجه كښې د يو پوليس اهلكار په شمول 2 كسان مړه او 3 نور ژوبل شوي دي۔ د امريكې د ابلاغ ذريعو د لوزيانا سټېټ پوليس په اړه وئيلي چې دا پېښه تېره شپه بېټن روج كښې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو وسله وال وګړي ناڅاپي ډزې پېل كړې چې په نتيجه كښې ئې د يو پوليس اهلكار په شمول دوه كسان مړه او درې نور ژوبل شول۔ بلخوا پوليس يو 31 كلن وګړے ميتھيو مائر حراست كښې اخستې دې او هغه څخه د پېښې په اړه پلټنې روانې دي۔









