يوكوهاما 04 مئي ﴿اے پي پي﴾ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار او د آسيائي پرمختيائي بانك صدر تاكي هيرونكاؤ ترمينځه د جاپان په يوكوهاما ښار كښې ملاقات شوے۔ وفاقي وزير د پاكستان پرمختيائي پروژو كښې د آسيائي پرمختيائي بانك لخوا د مرستې كردار وستائېلو۔ ده ووئيل چې اے ډي بي د صدر تاكي هيرونكاؤ په مشرۍ كښې پاكستان سره دوه ا ړخيزه اړيكې لا قوي كړې دي۔ په …
د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار او د آسيائي پرمختيائي بانك صدر تاكي هيرونكاؤ ترمینځه ملاقات
يوكوهاما 04 مئي ﴿اے پي پي﴾ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار او د آسيائي پرمختيائي بانك صدر تاكي هيرونكاؤ ترمينځه د جاپان په يوكوهاما ښار كښې ملاقات شوے۔ وفاقي وزير د پاكستان پرمختيائي پروژو كښې د آسيائي پرمختيائي بانك لخوا د مرستې كردار وستائېلو۔ ده ووئيل چې اے ډي بي د صدر تاكي هيرونكاؤ په مشرۍ كښې پاكستان سره دوه ا ړخيزه اړيكې لا قوي كړې دي۔ په دې موقع د آسيائي پرمختيائي بانك صدر د اوسني حكومت په دور كښې د پاكستان اقتصادي كاركردګۍ اعتراف كولو سره په دې اړه د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار هڅې وستائېلې۔ ده ووئيل چې د اے ډي بي پائيدار او مجموعي شرخ نمو ترلاسه كولو لپاره د پاكستان هر ډول مرسته به روانه ساتلې شي۔ د يادونې وړ ده چې د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د آسيائي پرمختيائي بانك بورډ آف ګورنرز 50 غونډه كښې د ګډون په لړ كښې د جاپان په دوره دې











