اسلام آباد 04 مئی (اے پی پی) مذهبي چارو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ ته وئيلي شوي دي سكولونو كښې د قرآن پاك لازمي تعليم بل قامي اسمبلۍ منظور كړے دے ۔ حاجيانو صاحبانو له به سږكال ایئر کنډیشنډ بسونه او د ټرېن اساني وركولې شي۔ د حج 2017ء په مهال به حج كوؤنكو له د اعلی معيار خوراك وركولې شي۔ د كمېټۍ غونډه د كمېټۍ چيئرمېن حافظ عبد …
مذهبي چارو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه ٬ حاجيانو له به سږ كال ایئر کنډیشنډ بسونه او د ټرېن اسانۍ وركولې شي
اسلام آباد 04 مئی (اے پی پی) مذهبي چارو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ ته وئيلي شوي دي سكولونو كښې د قرآن پاك لازمي تعليم بل قامي اسمبلۍ منظور كړے دے ۔ حاجيانو صاحبانو له به سږكال ایئر کنډیشنډ بسونه او د ټرېن اساني وركولې شي۔ د حج 2017ء په مهال به حج كوؤنكو له د اعلی معيار خوراك وركولې شي۔ د كمېټۍ غونډه د كمېټۍ چيئرمېن حافظ عبد الكريم په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې وشوه۔ د كمېټۍ غړو سره سره د مذهبي چارو او نورو اړوندو سركاري ادارو اعلی چارواكو هم غونډه كښې ګډون كولو۔ د مذهبي چارو وزارت سېكتر كمېټۍ ته ووئيل د حج 2017ء په مهال به حج كوؤنكو ته د اعلی معيار خوراك وركولې شي۔ ده ووئيل منیٰ كښې حج كوؤنكو لپاره مېټرس ډبل كړې شوې۔ دې سره سره د ايئر كولر انتظام هم شوې۔ د حج اېډيشنل سېكتر د حج انتظاماتو په اړه كمېټۍ ته برېفېنګ كښې ووئيل د هېواد سوئيلي سيمې لپاره د حج پېكج 2 لکهھ 70 زره او قطبي سيمې لپاره 2 لکهھ 80 زره روپې دے۔ ده ووئيل حاجيانو صاحبانو له به سږ كال ایئر کنډیشنډ بسونه او د ټرېن اساني وركولې شي۔ده ووئيل 50 فيصد حج كوؤنكي به مدينه او 50 فيصد به جدې ته ځي۔ كمېټۍ په حج انتظاماتو د اطمينان څرګندونې سره سپارښتنه وكړه چې ټول حاجيان د لوئي څښتن مېلمانه دي او دوئي له بايد زياتې اسانۍ وركړې شي











