اسلام آباد 04 مئي ﴿اے پي پي﴾ وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې جاپان د پاكستان مهم پرمختيائي شراكتدار دے٬ مهمې پرمختيائي پروژې د جاپان په مرسته او ملاتړ ترسره شوې دي٬ د جاپان سرمايه كار دې په پاكستان كښې د سرمايه كارې د غوره موقعو څخه استفاده وكړي۔ ده دا خبرې د جاپان د خارجه چارو دوهم وزير نوبو كېشي سره د زيات په ورځ د ملاقات په …
جاپان د پاكستان مهم پرمختيائي شراكتدار دے٬ مهمې پرمختيائي پروژې د جاپان په مرسته او ملاتړ ترسره شوې دي
اسلام آباد 04 مئي ﴿اے پي پي﴾ وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې جاپان د پاكستان مهم پرمختيائي شراكتدار دے٬ مهمې پرمختيائي پروژې د جاپان په مرسته او ملاتړ ترسره شوې دي٬ د جاپان سرمايه كار دې په پاكستان كښې د سرمايه كارې د غوره موقعو څخه استفاده وكړي۔ ده دا خبرې د جاپان د خارجه چارو دوهم وزير نوبو كېشي سره د زيات په ورځ د ملاقات په مهال وكړې۔ وزيراعظم د جاپاني وزير او د ده د پلاوي تود هركلې وكړو۔ ده په ستمبر كال 2016م كښې په نيويارك كښې وزيراعظم اېبے سره د پرجوش ملاقات ذكر كولو سره د دوه اړخيزه اړيكو لا استحكام لپاره د شريك عزم څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم جاپان سره د تجارت٬ سرمايه كارې او پرمختيائي روابطو ته د لا ودې وركولو هيله څرګنده كړه۔ ده ووئيل چې پاكستان اوس په بېلا بېلو څانګو كښې د سرمايه كارې بې شمېره موقعې وړاندې كوي او د دې څخه د جاپان سرمايه كار بشپړه استفاده كولې شي۔ د جاپان د خارجه چارو دوهم وزير په تود هركلي كولو د وزيراعظم مننه وكړه او د پاكستان او جاپان د دوه اړخيزه اړيكو د لا قوي كولو خواهش ئې څرګند كړو۔











