اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) پاکستان د شورو په ورځ د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د ځانمرګي بريد سخته غندنه كړې۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې پاكستان د ځانمرګي بريد سخته غندنه كولو سره په قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې۔ پاكستان د حق رسېدليو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه كولو سره د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا …
پاکستان په کابل كښې د ځانمرګي بريد سخته غندنه او د حق رسېدليو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه وكړه
اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) پاکستان د شورو په ورځ د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د ځانمرګي بريد سخته غندنه كړې۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې پاكستان د ځانمرګي بريد سخته غندنه كولو سره په قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې۔ پاكستان د حق رسېدليو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه كولو سره د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا كړې۔ د خارجه دفتر وياند له مخې پاكستان ترهه ګري دواړو هېوادونو لپاره يو شريك چېلنج ګرځولو سره وئيلي دي چې د دې مخنيوي لپاره يو بل سره نزدې مرستې ته اړتيا ده۔











