ملتان/ليه 02 مئي (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف د نهې په ورځ په دريائے سندھ د پل او سړك د بنياد تېګه كېښودله۔د ليه نه تر تونسه جوړېدونكې دا پل به د 700 كروړ روپو لګښت سره بشپړ شي۔د دې پل اوږد والې 1.55 كلوميټر دې۔د سړك او پل جوړېدو سره به د ليه او تونسه ترمينځه مزل 50 كلوميټره كم شي او دوه ساعته مزل به په نيم …
وزيراعظم محمد نواز شريف په دريائے سندھ د ليه او تونسه ترمينځه د پل د بنياد تيګه كېښودله
ملتان/ليه 02 مئي (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف د نهې په ورځ په دريائے سندھ د پل او سړك د بنياد تېګه كېښودله۔د ليه نه تر تونسه جوړېدونكې دا پل به د 700 كروړ روپو لګښت سره بشپړ شي۔د دې پل اوږد والې 1.55 كلوميټر دې۔د سړك او پل جوړېدو سره به د ليه او تونسه ترمينځه مزل 50 كلوميټره كم شي او دوه ساعته مزل به په نيم ساعت كښې ترسره شي۔وزيراعظم محمد نواز شريف ليه٬چوك اعظم فتح پور او كروز لعل عيسن لپاره د سوئي ګاز وركولو اعلان هم وكړو۔وزيراعظم د چېك 128څخه تر سمرا نشيب 50 كلوميټره سړك جوړولو احكامات هم جاري كړل۔وزيراعظم اعلان وكړو چې هېلت كارډ سكيم كښې دې ليه هم شامل كړې شي











