په نېشنل ټي ټونټي كپ كښې به د زيارت په ورځ نور دوه مېچونه كېږي

پېنډې 29 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان كركټ بورډ تر سيوري لاندې په روان نېشنل ټي ټونټي كپ كښې به د زيارت په ورځ نور دوه مېچونه كېږي. د خبر له مخې د نېشنل ټي ټونټي كپ مېچونه د پېنډې په سټېډيم كښې روان دي. نن د زيارت په ورځ به په كپ كښې نور دوه مېچونه كېږي. وړومبې مېچ به د ناردرن او د سنټرل پنجاب لوبډلو ترمېنځځه كېږي. دوهم مېچ به د خېبر پښتونخوا او د سندھ لوبډلو ترمېنځه كېږي. په دې ايونټ كښې شپږ لوبډلې برخه اخلي چې پكښې د بلوچستان، سندھ، ناردرن خېبر پښتونخوا، سنټرل پنجاب او سدرن پنجاب لوبډلې شاملې دي.