تېرو حكومتونو كښې پرمختيائي پروژې په وخت نه دي بشپړې شوې٬سباؤن كښې به ټولې پروژې پخپل وخت او لګښت بشپړولې شي

اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي) د شريكې ګټې كونسل كښې كچهي كينال ګاز كښې په بدعنوانۍ كښې ككړو چارواكو له سزا وركولو ته سلا راغلې ده او وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي په تېرو حكومتونو كښې پرمختيائي پروژې چرته هم په وخت نه دي بشپړې شوې او لګښت ئې هم زياتېدو ٬سباؤن كښې به ټولې پروژې په منظور شوې لګښت او په خپل وخت بشپړولې شي۔د شريكې …

اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي) د شريكې ګټې كونسل كښې كچهي كينال ګاز كښې په بدعنوانۍ كښې ككړو چارواكو له سزا وركولو ته سلا راغلې ده او وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي په تېرو حكومتونو كښې پرمختيائي پروژې چرته هم په وخت نه دي بشپړې شوې او لګښت ئې هم زياتېدو ٬سباؤن كښې به ټولې پروژې په منظور شوې لګښت او په خپل وخت بشپړولې شي۔د شريكې ګټې كونسل غونډه د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې د نهې په ورځ وشوه۔ غونډه كښې د پنجاب٬سندھ٬خېبرپښتونخوا او بلوچستان اعلٰی وزيرانو ګډون وكړو۔د بين الصوبائي رابطو سېكتر غونډه د 16 دسمبر 2016 سي سي آئي په غونډه كښې د شوو پريكړو عملدرآم په اړه خبر كړه۔سي سي آئي كچهي كينال كيس كښې د بدعنوانۍ تورونو په پلټنو غور وكړې شوو چې په كيس كښې ككړو چارواكو له به سخته سزا وركولې شي۔وزيراعظم ووئيل تېرو حكومتونو كښې به پرمختيائي پروژې په وخت نه بشپړېدې او لګښت به ئې زياتېدو خو اوس به ټولې پروژې به منظور شوې لګښت او په خپل وخت بشپړولې شي۔سي سي آئي د لوړو زده كړو كميسون او د اتلسم بدلون نه پس په تناظر كښې نورو داسې ادارو په اړه چارو ته حتمي شكل وركولو له ټولو صوبائي نمائندګانو ته د پرمختګ او منصوبه بندۍ وفاقي وزير سره د غونډې سپارښتنه وكړه۔سي سي آئي د وفاقي حكومت او صوبائي حكومتونو د اړخه د پنځوس پنځوس فيصده برخې په بنياد 177.661 اربه روپو د سېلاب مخ نيوي له د قامي پروژې څلوروم پړاؤ له د سرمايې منظوري وركړه۔د اېل اېن جي درآمد په ايجنډا آئټم دا پريكړه وشوه چې په دې اړه به سمري صوبو ته لېږلې شي او هغه به د سي سي آئي راروانې غونډې ته وړاندې كولې شي۔سي سي آئي پھ سر او د كورونو په شمېره د اطمينان څرګندونه وكړه۔د خزانې وزارت باور وركړو چې سر شمېره به په سپيځلې ډول په خپل ټاكلې وخت بشپړولې شي۔د اوبو او برېښنا وفاقي وزير سي سي آئي ته ووئيل د واپډا او پنجاب حكومت ترمينځه د هائيډل خالص ګټې شخړه هواره شوې چې پكښې واپډا د پنجاب حكومت په حق كښې د 38.12 اربه روپو ماليات پراميسري نوټ جاري كړې دغسې سي سي آئي د برېښنا پېداوار٬ترسيل او تقسيم ايكټ 1997مه په قواعد كښې د بدلون منظوري هم وركړه