کوئټه۔26ستمبر(اے پی پی) د کورنیو چارو صوبائي وزیر میر ضیا الله لانګو په مچھ کښې په امنیتي ځواکونو د برید په کلکه غندنه كولو سره اړوندو چارواكو څخه د پېښې په اړه راپور غوښتلے دے۔ هغه ووئيل د اولس تحفظ او د امن وضعه په ځائې ساتل د صوبائي حكومت تر ټولو لومړۍ ذمه واري ده او مونږ به په هېڅ ډول د خپلې ذمه وارۍ نه غافله نه شؤ۔ خپل بيان كښې هغه ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې امنيتي ځواكونو ځانګړې قربانۍ وركړې دي٬ ټول قام دې قربانيو ته سلام كوي۔ د كورنيو چارو وزير د شهيد شوي اهلكار كورنۍ سره خواخوږۍ ښكاره كولو سره د شهيد لوړو درجو له دعا او ژوبل شويو له د زر روغتيا دعا وكړه۔