لواری ټاپ ته نزدې د مسافر كوچ كندې ته د پرېوتو پېښه – 14 تنه مړه – 7 ژوبل

چکدره ۔30 اپریل (اے پی پی) دیر بالا كښې لواری ټاپ ته نزدې مسافر کوچ ژورې كندې ته د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 14 مسافر مړه او 7 نور ژوبل شوي دي۔ د تفصیلاتو ترمخه د اتوار په ورځ چترال څخه تلونكې مسافر کوچ تندۍ سره د يو موړ كټ كولو په مهال لواري ټاپ ته نزدې ژورې كندې ته پرېوتو۔ د پېښې په نتيجه كښې 14 تنه مړه …

چکدره ۔30 اپریل (اے پی پی) دیر بالا كښې لواری ټاپ ته نزدې مسافر کوچ ژورې كندې ته د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 14 مسافر مړه او 7 نور ژوبل شوي دي۔ د تفصیلاتو ترمخه د اتوار په ورځ چترال څخه تلونكې مسافر کوچ تندۍ سره د يو موړ كټ كولو په مهال لواري ټاپ ته نزدې ژورې كندې ته پرېوتو۔ د پېښې په نتيجه كښې 14 تنه مړه او 7 نور ژوبل شول۔ پېښې څخه وروستو ځائي كسانو ٬ رېسكيو او پوليس اهلكارو د مرستې كاروائۍ پېل كړې او ژوبل شوي كسان ئې روغتون ته ورسول۔