د صدر مملكت آصف علي زرداري هند كښې د مسلمانانو تاريخي ځايونو په ويجاړولو او دې ته په پېښو خطرو د ژورې اندېښنې څرګندونه

اسلام آباد۔20 جون(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري هند كښې د مسلمانانو تاريخي ځايونو په ويجاړولو او دې ته په پېښو خطرو ژوره اندېښنه څرګنده كړې ده په كومو كښې چې د وارانسی زركاله پخوانے مسجد ګنج شهیداں هم شامل دے۔ د خالي په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې صدر مملكت زرداري هند څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې په سمدستي توګه دا ډول اقدامات بند كړي۔ …

اسلام آباد۔20 جون(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري هند كښې د مسلمانانو تاريخي ځايونو په ويجاړولو او دې ته په پېښو خطرو ژوره اندېښنه څرګنده كړې ده په كومو كښې چې د وارانسی زركاله پخوانے مسجد ګنج شهیداں هم شامل دے۔ د خالي په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې صدر مملكت زرداري هند څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې په سمدستي توګه دا ډول اقدامات بند كړي۔ ده خبردارې وركړو چې دا ډول كارروايۍ په هند كښې د انتشار او عدم استحکام په څير سنګينو نتيجو سبب ګرځېدې شي۔ صدر زرداری د دې اقداماتو په سمدستي توګه د بندولو ، د اقلیتونو د حقونو تحفظ باور كولو او د شريكې كلتوري او تاريخي ورثې محفوظ ساتلو په حاجت زور راوړو۔