پېمرا د قامي الېكشن پلان او الېكټرانك ميډيا ضابطه اخلاق په خلاف ورزۍ كولو نيو ټي وي چېنل ته شوكاز نوټس جاري كړو۔

اسلام آباد ۔ 29اپریل (اے پی پی) پېمرا د قامي الېكشن پلان او الېكټرانك ميډيا ضابطه اخلاق په خلاف ورزۍ كولو نيو ټي وي چېنل ته شوكاز نوټس جاري كړو۔ د خالي په ورح د پېمرا لخوا جاري كړي شوي نوټس ترمخه د اپرېل په 28 مه نېټه نيو ټي وي چېنل خپل يو پروګرام كښې د وزيراعظم په ضد بې بنسټھ تورونه ولګول كوم چې يو ډېر غېر ذمه …

اسلام آباد ۔ 29اپریل (اے پی پی) پېمرا د قامي الېكشن پلان او الېكټرانك ميډيا ضابطه اخلاق په خلاف ورزۍ كولو نيو ټي وي چېنل ته شوكاز نوټس جاري كړو۔ د خالي په ورح د پېمرا لخوا جاري كړي شوي نوټس ترمخه د اپرېل په 28 مه نېټه نيو ټي وي چېنل خپل يو پروګرام كښې د وزيراعظم په ضد بې بنسټھ تورونه ولګول كوم چې يو ډېر غېر ذمه وار او د غندنې وړ كار دے۔ دې سره سره پروګرام كښی دا ادعا وكړې شوه چې وزيراعظم د يو لوئې ګوند مشر د لاری نه د اخوا كولو سازش كوي۔ شوکاز نوټس كښې وئيلي شوي ډچې پروګرام كښې شوې دا دعوې د قامي اېكشن پلان او د الېکټرانک میډیا ضابطه اخلاق خلاف ورزي ده۔ د ټي وي چېنل انتظاميې ته هدايت شوې چې تر 6 مئي په دې اړه سپيناوې وړاندې كړې۔