د قامي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق په مشرۍ كښې د پاكستاني پارلماني پلاوي د افغان پارلماني سپيكر او نمائندګانو سره ملاقات

اسلام آباد ۔ 29 اپریل (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق په مشرۍ كښې د پاكستاني پارلماني پلاوي د افغان پارلماني سپيكر او نمائندګانو سره د خالي په ورځ كابل كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو په ښه كولو او په نور شريكو چارو غور وكړے شو۔ د خالي په ورځ د جاري كړې شوي بيان ترمخه د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې پاكستان …

اسلام آباد ۔ 29 اپریل (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق په مشرۍ كښې د پاكستاني پارلماني پلاوي د افغان پارلماني سپيكر او نمائندګانو سره د خالي په ورځ كابل كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو په ښه كولو او په نور شريكو چارو غور وكړے شو۔ د خالي په ورځ د جاري كړې شوي بيان ترمخه د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې پاكستان او افغانستان يو بل سره د مذهب ٬ ورورولۍ ٬ كلتور او ګاونډګيرۍ په خپلولو تړلي دي۔ دوه اړخيزه مضبوطې اړيكې د دواړو په ګټه دي۔ پاكستانې حكومت او اولس افغانستان يو امناكه او سوكاله هېواد ليدل غواړي۔ سردار ایاز صادق ووئيل ترهه ګري د منطقې پرمختګ لپاره يو لوئے خطر دے او د ترهګرۍ او انتها خوښۍ ختمولو له به دواړو له په ګډه تګلار وضعه كول وي۔ په دې مهال سپيكر د افغان پارلمان كښې مېلمنو له اېښودلې شوي كتاب كښې خپل تاثر هم قلمبند كړل۔