پاکستان د پرمختګ پلو روان دے وزيراعظم نواز شریف د سوات کډنی روغتون د پرانستې نه پس غونډې ته وينا

سوات 20 مئی (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي پاکستان د پرمختګ پلو روان دے ، مونږ د اولس خذمت عبادت ګڼو ، قامی پروژو سره به بدلون راولو ، خپل خپل مقدر دے چې څوك سړكونه جوړوي نو څوك په سړكونو راځي، پاکستان او خېبرپښتونخوا په پرمختګ كوي ، کډنی روغتون د پنجاب حكومت د اړخه د سوات اولس له ډالۍ ده۔ د جمعې په ورځ نواز شریف کډنی روغتون د پرانستې نه پس اولس غونډې ته په خپل خطاب کښې ده ووئيل زه دې نه وړلاندې هم څو وارې سوات ته راغلے يم ، نن د اولس جوش او جذبه د كتلو ده۔ ده ووئيل وګړو چې د كوم بدلون خواب ليدلو هغه را نغله خو اوس به انشاء اﷲ راځي۔ ده ووئيل كه يو څو كاله په زدكړه كښې ولګي نو هيڅ فرق نه پريوځي