وزیراعظم نواز شریف سوات كښې د نواز شریف کډنی روغتون پرانسته وكړه

مینګورہ 20 مئی ( اے پی پی )وزیراعظم محمد نواز شریف د جمعې په ورځ مینګورہ سوات كښې د نواز شریف کډنی روغتون باقاعدہ پرانسته وكړه ۔ د دې روغتون جوړولو مقصد خېبر پښتونخوا كښې د ګردو بيلو ناروغو كښې اخته رنزورانو له د په درشل اسانۍ وركول دي ۔ وزیر اعظم فیته پرېكولو سره د نواز شریف کډنی روغتون باقاعدہ پرانسته وكړه ۔په دې مهال انجینئر امیر مقام د خېبر پښتونخوا پخوانې ګورنر سردار مهتاب احمد خان ‘ د خېبر پښتونخوا د پی ایم ایل (ن) صدر پیر صابر شاہ ‘ د (ن) لیګ لارښود سرانجام خان او نور هم موجود وو