وزیراعظم محمد نواز شریف د ډان لیکس انکوائری کمېټۍ راپور سفارشاتو منظوري وركړه – د ډان ورځپاڼې ، ظفر عباس او سرل المیډا معامله آل پاکستان نیوزپیپرزسوسائټی ته وسپارلې شوه۔ د پرنسپل انفارمېشن آفیسر (پی آئی او) راو تحسین علی په ضد به د ای اېنډ ډی رولز 1975 قانون ترمخه كاروائي كېږي۔ د وزیراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي څخه به دده منصب بېرته اخستلې شي۔

اسلام آباد ۔ 29 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د ډان لیکس انکوائری کمېټۍ راپور سفارشاتو منظوري وركړې چې ترمخه ئې د ډان ورځپاڼې ، ظفر عباس او سرل المیډا معامله آل پاکستان نیوزپیپرزسوسائټی ته سپارلې شوې۔ د پرنسپل انفارمېشن آفیسر (پی آئی او) راو تحسین علی په ضد به د ای اېنډ ډی رولز 1975 قانون ترمخه كاروائي كېږي او د وزیراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي …

اسلام آباد ۔ 29 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د ډان لیکس انکوائری کمېټۍ راپور سفارشاتو منظوري وركړې چې ترمخه ئې د ډان ورځپاڼې ، ظفر عباس او سرل المیډا معامله آل پاکستان نیوزپیپرزسوسائټی ته سپارلې شوې۔ د پرنسپل انفارمېشن آفیسر (پی آئی او) راو تحسین علی په ضد به د ای اېنډ ډی رولز 1975 قانون ترمخه كاروائي كېږي او د وزیراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي څخه به دده منصب بېرته اخستلې شي۔ د خالي په ورځ وزیر اعظم هاؤس څخه د جاري كړې شويو تفصيلاتو ترمخه وزیر اعظم د ډان لیکس انکوائری کمېټۍ په راپور غور كولو سره د دې د 18 مې پېرا منظوري وركړې۔ د ډان ورځپاڼې ، ظفر عباس او سرل المیډا معامله آل پاکستان نیوزپیپرزسوسائټی ته وسپارلې شوه كوم به چې د دوئي په ضد انضباطي كاروائي كوي۔ اے پی اېن اېس ته به ووئيلې شي چې هغه پرنټ ميډيا لپاره ضابطه اخلاق وضع كړي۔ په خاص توګه كله چې معامله د قامي اسلامتيا وي او د اړوندې معاملې په اړه كوم راپور وي نو دې كښې به قامي اهميت او سلامتيا كښی صحافتي او ادارتي اقدار تر نظر لاندې ساتل وي۔ راپور كښې به د پرنسپل انفارمېشن آفیسر (پی آئی او) راو تحسین علی په ضد د ای اېنډ ډی رولز 1975 قانون ترمخه كاروائي كېږي۔ د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي څخه به د ده منصب بېرته اخستلې شي۔ د ذمه وارو په ضد به نورو ضروري ګامونه اړوند وزارتونه پورته كوي۔